د پاکستان پوځ وايي، د خيبر پښتونخوا په کرم او شمالي وزيرستان ولسوالیو کي د وسله والو سره په نښته کي د پاکستان د پوځ پنځه سرتېري وژل سوي دي.
هغوی وايي دغه نښتي د افغانستان له پولي سره نژدې سيمو کي رامنځ ته سوي دي.
د پوځ په وینا، دغه نښتي د شنبې په ماخستن ناوخته هغه مهال رامنځ ته سوي، چي وسله والو هڅه کوله د افغانستان له خاوري څخه د پاکستان خاوري ته دننه سي.
د پاکستان پوځ دغه راز ويلي چي په دغه نښته کي ۱۵ وسله وال وژل سوي او يوشمېر وسلې او مهمات هم د پاکستاني ځواکونو لاس ته ورغلي.
بايد وويل سي، چي د پاکستان د پوځ خلاف ډلو د پاکستان د پوځ د دغي ادعا په اړه تر اوسه پوري څه نه دي ويلي.
