ط..البانو په پنجشير کي د ۳۰ نورو کانوو څخه د زمردو ايستل پيل کړي

د ط..لبانو د پنجشير ولايت د کانونو او پټروليم رياست څخه په خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د دغه ولایت په پريان او حصه اول ولسواليو د ۳۰ نورو کانونو څخه د زمردو ايستل ئې پيل کړي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د خنج، دشت ‌ریوت، سفید چهر او اریب سیمو کي ۲۷۰ کانونه تثبیت سوي چي له ډلي ئې د ۳۰ کانونو د کېندني چاري پيل سوې.
بايد وويل سي، چي د ط..البانو له خوا د افغانستان د زيرمو څخه د کانونو ايستل چټک سوي پوهان وايي چي په دومره چټکۍ سره د کانونو استخراج کول به افغانستان په ياده برخه کي د بحران سره مخامخ کړي او راتلوونکي نسلونه به تش لاس پاته وي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Verified by MonsterInsights