پوتین: روسیې د اټومي کروز بوروستنیک ازموینه په بریالیتوب سره ترسره کړې

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین اعلان کړی چي هیواد ئې د «بوروستنیک» په نوم د اټومي کروز توغندۍ ازموینه په بشپړ ډول بریالۍ ترسره کړې ده.
پوتین د یکشنبې په ورځ، د اکتوبر په ۲۶مه، د اوکراین د جګړې د قرارګاه په مرکز کي له لوړپوړو پوځي قوماندانانو سره په ناسته کي ويلي چي دا ازموینه د پلان له مخي بشپړه سوې او روسیه اوس چمتو ده چي دغه نوي توغندي په خپلو پوځي تجهيزات کي ځای پر ځای کړي.
د روسیې د پوځ مشر والېري ګېراسیموف ویلي، د ازمويني پر مهال د بوروستنیک توغندي له ۱۴ زرو کيلومترو څخه زيات واټن په ۱۵ ساعتونو کي وهلی دئ، چي دا د دې توغندي د اوږده واټن او دوام لرونکي الوتني څرګندونه کوي.
دا ازموینه په داسي حال کي ترسره کېږي چي د اوکراین جګړه لا هم روانه ده او لوېدیځ هیوادونه د روسیې د اټومي وسلو د پراختیا په اړه اندېښني څرګندوي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Verified by MonsterInsights