په ميدان وردګ کي د ماين په چاودنه کي يو ځوان وژل سوی

د ميدان وردګ ولايت د امنيې قومندانۍ څخه په خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د يکشنبې په ورځ د‌ دغه ولايت په اوله ناحيه کي د سهيل احمد په نوم يو ځوان د ماين په چاودنه کي وژل سوی دئ.
د خبرپاڼي په حواله چي دغه ماين د تېرو جګړو څخه په ياده سيمه کي پاته سوی و، چي پر دغه ځوان باندي ئې چاودنه کړې.
بايد وويل سي چي په افغانستان کي هر کال لسګونه کسان د تېرو جګړو څخه د پاته سو ماينونو ښکار ګرځي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Verified by MonsterInsights