د کندهار ګڼ شمېر اوسېدونکي له سلام مخابراتي شبکې څخه د خدماتو د ټیټ کیفیت او د انټرنېټ د خرابوالي له امله شکایت کوي.
دوی وایي چي د دغي شبکې انټرنېټ او اړیکو خدمتونه نه يوازي دا چي ښه سوي نهدي، بلکي ورځ تر بلې کمزوري کېږي.
د کندهار ښار يو شمېر اوسېدونکو څراغ ټلویزیون ته ويلي، له سلام شبکې د انټرنیټ سرعت دومره کم سوی چي حتی د عادي ټولنیزو شبکو کارونه هم ستونزمن سوي دي.
د هغوی په وینا، ځیني وختونه اړیکي هم پرې کېږي او خلګ اړ کېږي چي له نورو شبکو کار واخلي.
د کندهار ښار يو اوسېدونکي څراغ تلوېزيون ته داسي وويل:«موږ له سلام شبکې تمه لرله چي د دولتي شبکې په توګه به ښه خدمات وړاندي کړي، خو اوس انټرنیټ ئې نهيوازې کمزوری دئ، بلکې ډېر وخت کار هم نه کوي.»
کندهار ښاريان وايي د شکايتونو د ثبت له پاره هېڅ اغېزمن ميکانيزم نسته او شرکت د خلګو اندېښنو ته جدي پاملرنه نه کوي.
بايد وويل شي چي د سلام شبکه د افغانستان له مهمو مخابراتي شرکتونو څخه ده چي د حکومت تر ملکیت لاندي ده، خو د کندهار اوسېدونکي وايي، که د دې شبکې کیفیت ته پاملرنه ونه سي، دوی به اړ سي چي له نورو شبکو استفاده وکړي.
