کابل پوهنتون نن ۹۴کلن سو:

د كابل پوهنتون چي د افغانستان لومړی او لوی پوهنتون دئ په ۱۹۳۱ زيږديز كال د محمد نادر شاه د واكمني په وخت او د لومړ وزير محمد هاشم خان په پاملرنه تاسيس سو او يو كال وروسته د ټول افغانستان څخه زده کړيالان په دي پوهنتون كي شامل سول او وروسته د فرانسې، جرمني ،روسيه او د امريكا متحده ايالاتو په مرستي او پاملرني سره دا پوهنتون په آسيا كي بي سارې وو.
په ۱۹۶۰ م كال كي بهرني تعليمي بورسونه ددي لامل سول چي نوي نسل د نويو سوچونو لكه كمونيزم، اخوانيزم فيمينيزم او پانگواکی سره اشنا سې. چي په دي وخت کي زده گړيالان د ځينو کسانو تر اغيز لاندي راغلل او ژر يې نفوذ وكړ.
په دې کشمکش کي پوهنتون ته ډېر زيان واوښت او وروسته د افغانستان د خلکو د دموکراټیک گوند د واکمني پرمهال د کابل پوهنتون خپل ډير ښونکي او کارکونکي له لاسه ورکړل. له هغه وروسته په ۱۹۹۲ کال کې د لس کلنې نارامی او کورنۍ جگړي پرمهال دې پوهنتون ته ډير زیانونه واوښتل او ډېرې پوهنځۍ گانې له منځه ولاړې.
دې پوهنتون کي دغه د پام وړ کسانو مهم رول لاره:
نانسي هاچ دوپري, د افغانستان د پېښليک څانگپوهه
سيد نفيسي (پوهاند)
عبدالحی حبيبي (پوهاند)
مولانا فيضاني (فیلسوفر او سمون غوښتونکی)
واصف بختياري (پوهاند)
او ګڼ نور…

طب پوهنځي تر ۱۳۶۰ هـ ل د کابل پوهنتون برخه وه چي د ریاست چارې یې یوه ترکي پروفیسر ډاکټر رفیقي کامل بیګ پرمخبیولې او لومړني محصلین یې د کابل ښار د لېسو اته تنه فارغان وو. هغه مهال د طب پوهنځي لپاره ودانۍ او تر څنګ یې علي اباد روغتون جوړ سول.

د کابل پوهنتون د اوسنۍ محوطې بنسټ هم د طب پوهنځي له ودانۍ کېښود سو، ورپسې د ۱۳۱۷هـ ل د تلې پر یوولسمه د حقوقو او سیاسي علومو د اکاډمۍ په نامه دحقوقو پوهنځی تاسیس سو، چي د کابل ښار د لېسو د دولسمو ټولګیو پنځه فارغان پکښي په تحصیل بوخت سول. تر حقوقو وروسته پر ۱۳۲۱ هـ ل ساینس پوهنځی رامنځته سو چې ۱۶ محصلینو پکښي زده کړې پیل کړې. پر ۱۳۲۳ هـ ل د ادبیاتو چي وروسته د ادبیاتو او بشري علومو په نامه او اوس د ژبو او ادبیاتو پوهنځي په نامه یادېږي د لسو محصلینو په درلودا سره پیل سو.

د ۱۳۲۵ هـ ل په وري کي څلور واړه پوهنځي د باچا اعلیحضرت محمدنادرشاه د یوه فرمان له مخې کابل پوهنتون کي شامل کړای سول چي ریاست یې د ډاکټر عبدالمجید پر غاړه و. له دې سره سم ورته «د کابل پوهنتون قانون» په نامه قانون هم تدوین سو چي په اوومه ماده کي یې راغلي وو.« پوهنتون د حقوقي شخصیت درلودونکی دی، چي نماینده ګي یې د پوهنتون د رییس پر غاړه ده او له مالي او اداري پلوه مستقل او محامخ د پوهني وزارت ته مسؤول دئ»

کابل پوهنتون ته هله پام ورواوښت چي پر ۱۳۳۵هـ ل د سردار محمد داوودخان د صدارت پر مهال د افغانستان لومړنی پنځکلن اقتصادي پلان د دې پوهنتون د استادانو په مرسته طرح او د کاغذ پر مخ راوړل سو، چي له مخه یې کابل پوهنتون هم یو پنخکلن پرمختیايي پلان طرح او د دولتي چارواکو تاییدې یې پرې ترلاسه کړه.

له ۱۳۳۰هـ ل څخه تر ۱۳۴۰هـ ل پوري کلونه د کابل پوهنتون د پراختیا لسیزه بلل کېدای سي، پر ۱۳۳۰ هـ ل کال پکښي په اسلامي زده کړو د سمبال ځوانانو د رزونې لپاره دشرعیاتو پوهنځی تاسیس سو، چي په دارالامان کي یې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي تر څنګه د شپاړسو محصلینو په درلودا پیل وکړ. پر ۱۳۳۳هـ ل د ښووني او روزني او پر ۱۳۳۵ هـ ل د کرني او انجینیرۍ پوهنځي جوړ سول چي پر ۱۳۴۲ هـ ل د کرني او انجینیرۍ پوهنخي د کرني او انجنیري په دوو جلا پوهنځيو ووېشل سو.

پر ۱۳۴۰ هـ ل د حیواني طب، مالدارۍ د چارو، د څارویو له ناروغیو سره د مجادلې او حیواني سرچینو لرونکیو خوراکتوکو د کنټرول په برخه کي د ځوانانو د روزني په موخه د وترنری علومو پوهنځی تاسیس سو، چي ۶۰ محصلینو پکښي مسلکې زده کړې پیل کړې.

پر ۱۳۳۶ هـ ل په هېواد کي د اقتصادي برخي د مخ په زیاتېدونکي اړتیا له کبله د دې رشتې د مسلکي کسانو د روزنې په موخه د اقتصاد عالي انسټیټیوټ جوړ سو، چي پر ۱۳۳۷ هـ ل د اقتصاد پوهنځي ته لوړ او د کابل پوهنتون په تشکیل کي له نورو پوهنځیو سره یو ځای سو.

د ښکلیو هنرونو د پوهنځي بنسټي طرح پر ۱۳۴۵ هـ ل جوړه سوې وه چي پر ۱۳۸۹ کال ورته جلا ودانۍ جوړه کړل سوه. پر ۱۳۹۱ هـ ل د ادارې او عامه پالیسۍ پوهنځی جوړ سو.

دا مهال په کابل پوهنتون کي په بېلابېلو ډيپارټمنټونو او پوهنځيو کې ۶۵۱ استادان په تدریس و څېړنه بوخت دي، چي زیات شمېر د ماسټرۍ او پی ایچ ډي تر کچې زده کړې لري. د پوهنتون اداري چاري د ۳۶۰ اداري کارکوونکیو له خوا پر مخ بیول کېږي. کابل پوهنتون دوه ویشت پوهنځي، یوسل یو ډيپارټمنټونه، د لیسانس اووه اویا، د ماسټرۍ دوه ویشت او د پی ایچ ډي دوه پروګرامونه څلور څېړنیز او څلور روزنیز مرکزونه لري. چي د لیسانس، ماسټرۍ او پی ایچ ډی په درېو پروګرامونو کې پکښي دشپې او ورځي په سکشنونو کي ۲۴ زره محصلین په زده کړه بوخت دي.
په وروستيو کي د اوسنيو حاکمانو ځينو بنديزونو خلګ او محصلين په شکايت کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Verified by MonsterInsights