د پاکستان د فدرالي امنیتي خوړو او تحقیقاتو وزیر، رانا تنویر حسین، ویلي چي اسلامآباد له ط..البانو غواړي چي د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کي پاکستان ته لاس ورکړي.
هغه ويلي چي ط..البان باید له هند سره د وروستیو شخړو او ناکامۍ څخه عبرت واخلي.
رانا تنویر حسین ټینګار وکړ چي پاکستان به هېڅکله اجازه ورنه کړي چي افغانستان د هند تر نفوذ لاندي راسي او یا ئې د سیاستونو وسیله سي.
هغه دا څرګندوني پر داسي مهال کړي، چي په وروستیو کي د ط..البانو او پاکستان تر منځ اړیکي ترینګلي سوي دي او ط..الب چارواکو څو ځله پاکستان د افغانستان د ملي حاکمیت په نقض تورن کړی دئ.
