د تهران د جایدادونو د مشاورینو اتحادیې مشر، سعید لطفي، ویلي چي د افغان کډوالو تر اخراج وروسته، په تهران ښار کي د کارګرو معاشونه دوه چنده لوړ سوي دي.
ایراني رسنیو د نوموړي له قوله راپور ورکړی چي ایران دا مهال له کارګرانو د کمښت سره مخ دئ، ځکه زیاتره افغان کډوال د تهران په جنوبي سیمو کي مېشت وو او ډېر ئې د ودانیو یا خپلو کاري ځایونو ترڅنګ اوسېدل.
لطفي زیاتوي، د کارګرو کموالی دا اړتیا رامنځ ته کړې چي کارګرانو ته روزنه ورکړل سي او بیا د کار بازار ته وړاندي سي.
دا وضعیت پر داسي مهال رامنځ ته سوی چي ایران لا هم افغان کډوال له هيواده باسي، او د ایران سفارت په کابل کي له کاري تضمین پرته افغانانو ته کاري ویزې نه ورکوي
