رويټرز: د ط..البانو او پاکستان مذاکرات بې پايلي پای ته رسېدلي

رويټرز د سې شنبې په ورځ په نشر سوي راپور کي ويلي دي، چي د پاکستان او افغانستان د ط..البانو مذاکرات د ترکيې په استانبول ښار کي تر درو ورځو وروسته د مثبتي پايلي پرته پای ته رسيدلي دي.
رويټرز ليکلي ياد مذاکرات په پاکستان کي د ترهګرو ډلو د څارني او مبارزې له پاره د یو میکانیزم د ترلاسه کولو په موخه د ط..البانو او پاکستان ترمنځ بې پايلي پای ته رسېدلي دي.
د قطر او ترکیې په منځګړیتوب د ط..البانو او پاکستان ترمنځ دایمي اوربند ته د رسېدو له پاره د خبرو اترو دوهم پړاو په استانبول کي تر سره سو خو داوړه لورو موافقه ونه کړل او مذاکرات ناکامه سوه.
په استانبول کي د ط..البانو او پاکستان ترمنځ مذاکرات درې ورځي دوام وکړ، خو دواړه لوري يو بل تورنوي چي نه غواړي د سولي او ثبات په برخه کي موافقه وکړي.
پاکستاني چارواکو تر دې وړاندي رسنيو ته ويلي وو، چي د استانبول په غونډه کي د ط..البانو پلاوي صلاحيت نه لري او ټول امرونه د کندهار او کابل څخه اخلي.
بلخوا بيا ط..البانو ويلي، چي پاکستان له دې ډلي غوښتي چي تحریک ط..البان پاکستان د یوې ترهګري ډلي په توګه وپیژني او پر وړاندئې اقدام وکړي.
تر دې وړاندې د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد آصف ويلي، چي که د استانبول مذاکرات بې پایلي پای ته ورسیږي نو اسلام اباد به له ط..البانو سره جګړې ته مخه کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Verified by MonsterInsights