ط..البان: که پاکستان داځل پر افغانستان برید وکړ اسلام اباد په نښه کوو

د ط..البانو تر واک لاندي رسنيو په نشر سوو خبرونو کي ويلي، چي ط..البانو ويلي که دا ځل پاکستان پر افغانستان بريد وکړ نو ط..البان به پاکستان ته غاښ ماتوونکی جواب ورکړي او اسلام اباد به په نښه کړي.
ط..البانو دغه څرګندوني وروسته له هغه کړي، چي په استانبول کي د پاکستان او ط..البانو ترمنځ مذاکرات بې پايلي پای ته ورسېدل.
ط..البانو ويلي، چي دوی د مذاکراتو ته ژمن دي؛ خو پاکستان مذاکرات نه مني او سرغړونه کړي.
بايد وويل سي، چي د پاکستان د دفاع وزیر هم مخکي ويلي و، چي که د پاکستان او ط..البانو ترمنځ مذاکرات ناکامه سي دوی به د جګړې لاره خپله کړي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Verified by MonsterInsights