د کینیا په کوآله ساحلي سیمه کي یوه کوچنۍ الوتکه چي ۱۲تنه په کښي سپاره وو لوېدلي ده. راپورونه وايي چي دا پېښه د سې شنبې په ورځ رامنځ ته سوې او وېره ده چي ټول سپرلۍ په کښي ژوند له لاسه ورکړی وي.
د کینیا د ملکي هوايي چلند چارواکو تائید کړې، چي الوتکه کي ۱۲ کسان سپاره وو او د سقوط لامل ئې لا تراوسه پوري نه دئ روښانه سوی. ژغورونکي او د پېښي پلټونکي ټیمونه سیمي ته رسېدلي، خو تر اوسه د پېښي نور جزئیات نه دي خپاره سوي.
