د پاکستان پنجاب ایالت د جهلم ښار پولیسو د افغان کډوالو پر ضد پراخ عملیات پیل کړي دي. راپورونه ښيي چي په دغه سيمه کي پولیسو تر اوسه ۱۳۰۰ ناقانونه افغان کډوال نیولي او بېرته ئې افغانستان ته استولي دي.
د جهلم ښار د پولیسو افسر، طارق، ویلي چي د کډوالو د پېژندني له پاره ځانګړی ليست جوړ سوی او د نیولو او ایستلو بهیر ئې چټک سوی دئ.
همداراز، پولیسو د “تحریک لبیک پاکستان” ډلي پر ضد هم اقدامات کړي، چي له مخي ئې ۲۴ فعالان نیولي او د دې ډلي یو شمېر مدرسې ئې هم تړلي دي.
دا عملیات په داسي حال کي ترسره کېږي، چي د ط..البانو او اسلامآباد ترمنځ سیاسي اړیکي ترینګلي سوي او پاکستان د افغان کډوالو پر ضد اقداماتو ته زور ورکړی دئ.
