تېره ورځ د ايران او پاکستان څخه ۱۳۸۲ د افغان کډوالو کورنۍ افغانستان ته راغلي

د ط..البانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزارت څخه د سې شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د دوشنبې په ورځ ۱۳۸۲ د افغان کډوالو کورنۍ د ايران او پاکستان څخه افغانستان ته راغلي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي ۶۶ کورنۍ د نیمروز ولایت د ورېښمو پله او ۶۸ کورنۍ د هرات له اسلام کلا د لاري د ايران څخه افغانستان ته راغلي دي.
خبرپاڼه دغه راز زیاتوي، چي ۱۱۲۵ کورنۍ د کندهار د سپین بولدک لاري، او ۱۲۳ کورنۍ د هلمند د بهرامچې د لاري د پاکستان څخه افغانستان ته راغلي دي.
بايد وويل سي، چي په دې وروستيو کي د ط..البانو او پاکستان ترمنځ د اړيکو د خرابېدو له امله پاکستان د دغه هيواد څخه د افغان کډوالو د ايستلو بهير چټک کړی او هره ورځ زرګونه افغان کډوال د پاکستان څخه باسي او افغانستان ته ئې لېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Verified by MonsterInsights