يوناما: ط..البانو په کندهار کي په تېرو درو مياشتو کي سلګونه ځوانان د کوچنۍ ږيري له امله نيولي

د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی دفتر (یوناما) د سې شنبې په ورځ په خپل تازه راپور کي ويلي دي، چي په تېرو درو میاشتو (جولای، اګست او سپټمبر) کي ئې د ط..البانو د امر ب.المعروف او نهی عن المنکر ادارې لخوا ۴۵۱ خپل‌سري نیوني پېښي ثبت کړي دي.
دغه سازمان دغه راز په دغه راپور کي ويلي، چي په همدې موده کي د ښځو او نارینه ‌وو سره د بد چلند ۴۴ پېښي هم ثبت سوي دي، چي دا بد چلند هم د امر ب.المعروف او نهی عن المنکر مامورینو له خوا تر سره سوی دئ.
د يوناما دغه راپور ښيي چي په تېرو درو میاشتو کي د ط..البانو د یادي ادارې لخوا سلګونه کسان، په ځانګړې توګه د کوچنۍ ږيري، د موسیقۍ اورېدو او د حجاب د نه رعایت له امله نیول سوي او یا ورسره بد چلند سوی دئ.
د راپور له مخي، لسګونه ښځي او نجوني یوازي د حجاب د سرغړوني په تور نیول سوي او تر ضمانت وروسته ازادي سوي دي. همداراز، د کونړ په خاص کونړ ولسوالۍ کي درې سلمانان د امر ب.المعروف د قانون د نه رعایت په تور محاکمه سوي او زندان ته استول سوي دي.
په راپور کي دغه راز ويل سوي، چي ط..البانو په کندهار ولايت کي سلګونه کسان د کوچنۍ ږيري له امله نيولي او زنداني کړي دي.
یوناما ټینګار کړی چي دا ډول خپل ‌سري اقدامات د افغانستان د خلګو پر ازادۍ او ورځني ژوند ژور منفي اغېز کړی او د ط..البانو د امر بالمعروف قوانین د ښځو او نارینه‌وو پر شخصي ازادۍ پراخ محدودیتونه لګولي دي.
بايد وويل سي چي تر اوسه پوري ط..البانو د يوناما له خوا د دغه وړاندي سوي راپور په اړه غبرګون نه دئ ښودلی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Verified by MonsterInsights