مريم نواز: هر څوک چي افغان کډوالو ته کور په کرايه ورکوي مجرم دئ

د پنجاب سر وزيري مريم نواز په خپلو تازه څرګندونو کي ويلي، چي په دغه ايالت کي هېڅوک نه سي کولای چي بې اسناده افغان کډوالو ته کور په کرايه ورکړي.
هغې ويلي که هرچا افغان کډوالو ته کور په کرايه ورکړی، د قانون په وړاندي مجرم دئ او پر وړاندي به ئې قضيه ثبتېږي.
هغې دغه راز ويلي، چي د هغه افغانانو د کار مخه دي ونيول سي، چي د کار په ويزه باندي پنجاب ايالت ته د کار له پاره راځي.
بايد وويل سي چي پاکستان د افغان کډوالو د ايستلو لړۍ په دا وروستيو کي خورا چټکه کړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Verified by MonsterInsights