د افغانستان د تېر جمهوري نظام د ولسمشر ډاکټر محمد اشرف غني رسمي فېسبوک پاڼه بنده سوې ده. تر دې دمه د یادي پاڼي د تړل کېدو د دقیق لامل په اړه رسمي څرګندوني نه دي سوې، خو ځیني سرچیني وایي چي دا اقدام د امریکا د ټکنالوژۍ اړوند ادارو له لوري ترسره سوی دئ.
اوس مهال د اشرف غني فېسبوک پاڼه په دغه ټولنیز پلیټفارم کي نه ښکاري او د لټون په پایلو کي هم نه راځي. پخپله اشرف غني تر اوسه د دې موضوع په تړاو پر نورو ټولنیزو شبکو کوم غبرګون نه دئ ښودلی.
هغه وروستی ځل د روان کال د اکتوبر میاشتې په ۱۴مه نېټه پر خپلي فېسبوک پاڼي یو پوسټ کړی و، چي په هغه کي ئې د پاکستان د هوایي بریدونو پر وړاندي خپل غبرګون څرګند کړی و.
