د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف ویلي، چي په ترکیه کي د ط..البانو د مذاکراتي پلاوي له خبرو څرګندېده، چي د پرېکړي واک ئې په کابل کي نه دئ.
هغه ادعا وکړه، چي څو ځله د هوکړي د نږدې کېدو پر مهال، د ط..البانو پلاوي له کابل سره له اړیکي وروسته خبري درېدلي آصف وویل: «پنځه یا شپږ ځله هوکړي ته نژدې سو، خو کله چي ط..البانو له کابل سره اړیکه ونیوله، بېرته شا ته ولاړل.»
ده دا هم ویلي، چي ط..البان د هند سیمهییزه نیابتي جګړه پرمخ وړي او مذاکرات هم په همدې دليل ط..البانو ناکامه کړي دي.
خو د ط..البانو ویاند دا څرګندوني رد کړي او ویلي ئې دي، چی د مذاکراتو د ناکامېدو هڅه خپله د پاکستان له لوري سوې ده.
