په بدخشان کي د‌ ط..البانو د دوو ډلو ترمنځ د سروزرو د کان پر سر بيا جګړه سوې

د بدخشان څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د بدخشان ولايت په شهر بزرګ ولسوالۍ کي د ط..البانو د دوو ډلو ترمنځ د سروزرو د‌ کان پر سره د چهارشنبې په ورځ سهار يو ځل بيا جګړه سوې.
د سرچينې د‌معلوماتو له مخي چي دغه جګړه د ط..البانو د محلي قوماندان عبدالرحمن عمار او د دغه ولايت د کانونو د رئيس شفيق الله ترمنځ روانه ده.
د سرچينې په وينا چي عمار د شهر بزرګ ولسوالۍ په غرونو کي سنګر نيولی دئ.
د څراغ تلوېزيون د معلوماتو له مخي تېره ورځ د ط..البانو د پوځ لوی درستیز فصيح الدين فطرت هم د دغو دوو ډلو د ارامولو له پاره دغه ولايت ته تللی خو په کنټرول کي ئې پاته راغلی.
تر اوسه د دغي جګړې د تلفاتو په اړه جزئيات نه دي خپاره سوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Verified by MonsterInsights