د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی دفتر (یوناما) وايي، د ط..البانو لهخوا د نجونو د زدهکړو بندیز اوس د دیني مدرسو تر کچي هم رسېدلی دئ.
یوناما د لړم په ۶مه په خپل راپور کي ویلي، د ط..البانو د امر ب.المعروف وزارت محتسبانو د سنبلې په میاشت کي په کابل کي درې د نجونو دیني مدرسې تړلي دي.
د راپور له مخي، د دغو مدرسو د تړلو لامل د شپږم ټولګي پورته د نجونو منل او د غیردینی مضامینو لکه ریاضي، کیمیا، فزیک او بیولوژۍ تدریس ښودل سوی دئ.
راپور زیاتوي چي په بدخشان ولایت کي د ط..البانو سیمهییزو چارواکو هم د ۱۳ کلونو څخه لوړو نجونو ته د دیني زدهکړو اجازه نه ده ورکړې او په پکتیکا کي د ط..البانو د معارف ریاست ورته حکم کړی چي د شپږم ټولګي پورته نجوني مدرسو د تللو اجازه نه لري.
یوناما دا محدودیتونه د نجونو د زدهکړو د حق ښکاره نقض بللی او له ط..البانو ئې غوښتي چي د ټولو ماشومانو له پاره د زدهکړې برابر فرصت تضمین کړي.
