سعودي عربستان او پاکستان د اقتصادي همکاریو نوی چوکاټ جوړ کړی

سعودي عربستان او پاکستان د دواړو هیوادونو ترمنځ د اقتصادي، تجارتي او پانګوني اړیکو د پیاوړتیا له پاره نوی ګډ چوکاټ جوړ کړی دئ.
دا هوکړه د سعودي ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان او د پاکستان صدراعظم شهباز شریف ترمنځ د لیدني وروسته سوې ده.
د نوي چوکاټ له مخې به دواړه هیوادونه د انرژۍ، صنعت، کانونو، ټکنالوژۍ، کرني او خوراکي امنیت په برخو کي ګډي پروژي عملي کړي.
همداراز، د برېښنا د نښلولو او د انرژۍ د همکاریو له پاره د تفاهم لیکونه هم لاسلیک سوي دي.
سعودي چارواکو ویلي، دا ګام د دواړو هیوادونو د ورورګلوۍ اړیکو د پیاوړتیا او دوامداره اقتصادي شراکت د ټینګېدو هڅه ده.
دغه پرمختګ له هغه وروسته راغلی چي دواړو هیوادونو څو اوونۍ وړاندي د ګډي ستراتیژیکي دفاعي هوکړي سند هم لاسلیک کړی و، چي له مخي ئې پر یو هیواد وسله وال برید د بل هیواد پر ضد برید ګڼل کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Verified by MonsterInsights