د پاکستان د اطلاعاتو فدرالي وزير عطاالله تارړ پر خپله اېکس پاڼه ليکلي دي، چي ط..البان د هند په مالي ملاتړ د تحريک ط..البان پاکستان (ټي ټي پي) په شان وسله والو ډلو ملاتړ کوي.
هغه ويلي، چي په استانبول کي د ط..البانو او پاکستان مذاکرات ناکامه سوي او ط..البان په لوی لاس هڅه کوي، چي افغان ولس د جګړي ډګر ته بوزي.
هغه پر خپله اېکس پاڼه ليکلي:«پاکستان د قطر او ترکیې په غوښتنه د ط..البانو سره په دوحه او استانبول کي مذاکرات وکړل؛ خو ط..الب لوري د باور وړ تضمین ورنکړ.»
بايد وويل سي، چي ط..البانو د پاکستان دغه تورونه ردکړي او ويلي ئې دي، چي په استانبول کي مذاکرات د پاکستان لوري ناکامهکړي.
