د ط..البانو تر کنټرول لاندي د ستري محکمې څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د پکتيکا ولايت په يحيی خېلو ولسواليو کي ئې يو کس په عام محضر کي د غلا په تور په دورو وهلی.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغه کس ئې په عام محضر کي ۲۵ دورې وهلی او په يو کال تنفيذي بند ئې محکوم کړی.
