د پاکستانه ۶۱ افغان بنديان ازاد او د سپين بولدک د‌ لاري کندهار ته راغلي

د ط..البانو تر واک لاندي د کډوالو او راستنېدونکو چارو رياست د پنج شنبې په ورځ ويلي چي تېره شپه ۶۱ افغان کډوال، چي د پاکستان په بېلابېلو زندانونو کي بنديان وو، له ازادېدو وروسته د سپين بولدک له لاري کندهار ته راغلي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغه افغان کډوال ئې تر ثبت او راجستر وروسته خپلو اصلي سيمو ته لېږدولي دي.
بايد وويل سي چي تېره شپه د سپين بولدک د لاري ۱۰۳۸ د افغان کډوالو کورنۍ هم د پاکستان څخه کندهار ته راغلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Verified by MonsterInsights