په لغمان کي په ترافيکي پېښه کي درې کسان وژل سوي او ۱۸ نور ټپيان دي

د لغمان ولايت د ط..البانو د امنيه قوماندانۍ څخه د پنج شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي تېره شپه د کابل – ننګرهار پر لویه لاره د یوه ترافیکي پېښي له امله درې کسان وژل سوي او ۱۸ نور ټپیان سوي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغه پېښه تېره شپه هغه مهال رامنځ ته سوې چي یوه ټراکټور د دوو کرولا موټرو سره د سرخکان په سیمه کي ټکر وکړ.
د خبرپاڼي په حواله چي دغه پېښه کي درې تنه، چي یوه مېرمن او یو ماشوم هم په کښي دي وژل سوي او ۱۸ تنه نور ټپیان سوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Verified by MonsterInsights