ط..البانو په پکتيا کي څلور تنه د يوه ماشوم د تښتوني په تور نيولي

د پکتيا د ط..البانو د امنيه قومندانۍ څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي په ګرديز ښار کي ئې هغه څلور کسان نيولي چي د ط..البانو د نظامي لباس څخه په استفاده ئې يو ماشوم تښتولی وو او بیا ئې د هغه د کورنۍ څخه د پيسو غوښتنه کول.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د دغه کسانو سره ئې یوه کلاشینکوف، دوه مواصلاتي دستګاوي، درې لوی او پنځه کوچني موبایلونه او یو موټرسيکل هم ترلاسه کړي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي چي تورن کسان ئې عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارلي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Verified by MonsterInsights