د ط..البانو تر کنټرول لاندي د کندهار د کډوالو او راستنېدونکو چارو د رياست څخه د پنج شنبې په ورځ په خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي تېره شپه ۱۰۳۸ د افغان کډوالو کورنۍ چي د وګړو شمېر ئې ۵۶۹۶ تنه کېږي د پاکستان څخه د سپين بولدک د لاري کندهار ته راغلي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي چي دغه افغان کډوال په زور او جبر د پاکستان د خاوري څخه شړل سوي او افغانستان ته راغلي دي.
دا په داسي حال کي ده چي د ط..البانو او پاکستان داړيکو د خرابېدو له امله پاکستان د افغان کډوالو د ايستلو لړۍ چټکه کړې ده.
