د پاکستان د پنجاب ایالت په ګوجرخان ښار کي پولیسو تازه د افغان کډوالو نيول پیل کړي چي له امله ئې لسګونه افغان کډوال نیول سوي او د دغه هيواده د وتلو له خطر سره مخ دي. چارواکي وایي، دا عملیات د هغو افغانانو په وړاندي دي چي قانوني اسناد نه لري یا غیرقانوني ژوند کوي.
د پنجاب د سیمي د کمیشنر مرستیال، حمزه احتشام، ويلي چي هېڅوک اجازه نه لري غیرقانوني مهاجرینو ته پناه ورکړي، کور ورته په کرایه ورکړي یا ملکیت ورته وپلوري.
د پنجاب چارواکو ویلي چي د افغان کډوالو شتون نه یوازي امنیت ته ګواښ دی، بلکي د ټولنیزو ستونزو لامل هم ګرځېدلی دئ. دوی زیاتوي چي د غیرقانوني افغانانو د ایستلو له پاره ځانګړې کمېټه ګومارل سوې او د پولیسو شمېر زیات سوی دئ.
د سیمې اوسېدونکي او د بشري حقونو فعالان د دې عملیاتو له امله اندېښمن دي. د هغوی په خبره، ډېری نیول سوي کسان ښځي او ماشومان دي چي د تشدد، بېسرپناهۍ او بېبرخېتوب له جدي خطر سره مخ دي. د ملګرو ملتونو او نورو نړۍوالو بنسټونو له پاکستانه غوښتنه کړې چي د بشري حقونو نړۍوال اصولو ته درناوی وکړي او مهاجرینو ته د خوندي پاته کېدو فرصت ورکړي
