د پاکستان د اطلاعاتو وزیر، عطاءالله تارر، تازه ادعا کړې، چي د افغانستان ط..البان نه یوازي د تحریک ط..البان پاکستان(ټي ټي پي) ملاتړ کوي؛ بلکي د دې ډلي غړي ئې خپلو لیکو کي هم جذب کړي دي. نوموړي ویلي چې د طالبانو له واک ته رسېدو راهیسي د ټي ټي پي فعالیتونه په پاکستان کي زیات سوي دي.
عطاءالله تارر، چي په یوه تلویزیوني مرکه کي ئې خبري کولي، دا هم وویل چي په پاکستان کي د وروستیو بریدونو تر شا د افغانستان ځیني اتباع هم لاس لري او د پاکستان پر ضد د افغانستان خاوره کارول کېږي. د ده په وینا، د دې ادعا له پاره شواهد او اسناد هم موجود دي.
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر په خپلو څرګندونو کي ټینګار وکړ چي افغانستان له پاکستان سره په دودیزه جګړه کي د سیالۍ وس نه لري او پاکستان تر دې وړاندي له څلور چنده لوی دښمن سره هم بریالی سوی دئ.
دا څرګندوني په داسي حال کي کېږي، چي د دواړو هيوادونو اړیکي د وروستیو امنیتي پېښو او سرحدي نښتو له امله ترینګلي سوي دي
