د کندهار ښار د نهمي ناحیې اوسېدونکي د څښاک اوبو له نشتوالي شکایت کوي

د کندهار ښار د نهمي ناحیې اوسېدونکو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د څښاک اوبو د نلونو له لاري ورته له شپاړسو ورځو راهيسي اوبه نه دي رسېدلي. د دوی په وينا، يوازي يوه ورځ اوبه راغلي، خو هغه هم ډېري کمزوري وې.
د يادی سيمي اوسېدونکي وايي، چي دوی مجبوره دي چي د پيسو په بدل کي د ټانکر اوبه رانيسي او ياهم د‌ليري ځایونو څخه اوبه راوړي د هغوی په خبره چي دوی له زياتو ستونزو سره مخ دي.
د ۹ مي ناحيې اوسېدونکي د کندهار د اوبو رسولو د رياست څخه غوښتنه کوي چي د‌ يادي سيمي د اوسيدونکو ستونزي حل کړي.
تر اوسه ط..البانو د يادي ناحيې د اوسېدونکو د‌ دغه شکایت اړوند څه نه دي ويلي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Verified by MonsterInsights