د استانبول په ناسته کي ط..البانو او پاکستان د اوربند پر دوام هوکړه کړې

د ترکيې د بهرنيو چارو وزارت په خپره سوې خبرپاڼه کي ويلي، چي د ط..البانو او پاکستان تر منځ د روانو شخړو په اړه مذاکرات د‌ پنج شنبې په ورځ د قطر او ترکيې په منځګړيتوب پای ته ورسېدل.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دواړو لورو د اوربند پر عملي کولو او دوام موافقه کړې ده او پرېکړه سوې ده، چي د اوربند د ښه عملي کولو او په لوړه کچه خبرو کولو له پاره به د نومبر په ۶ مه يو ځل بيا پاکستان او ط..البان د خبرو ميز ته کښيني.
په ورته وخت کي د ط.. البانو وياند ذبيح الله م.جاهد هم منلي چي د ط..البانو او پاکستان ترمنځ د سولي مذاکرات پای ته رسېدلي او په خبره یې چي ط..البان د پاکستان سره د نورو هيوادونو په شان سالمي اړيکي جوړول غواړي.
بلخوا بيا د پاکستان د اطلاعاتو وزير عطاالله تارړ ويلي چي د استانبول په مذاکراتو کي ط..البانو ته مسئوليت ورکول سوی، چي د ترهګرۍ په وړاندي به مبارزه کوي. دهغه په خبره که ط..البان په کښي پاته راغلل نو خپل باور به د لاسه ورکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Verified by MonsterInsights