په اسلامآباد کي د ط..البانو سفیر سردار احمد شکیب ویلي چي دا مهال نږدې لس زره افغان کډوال د پاکستان په زندانونو او توقیفخونو کي ساتل کېږي.
نوموړي زیاته کړې چي د تورخم او سپين بولدک لاري شاوخوا شل ورځي وړاندې تړل سوي او له امله ئې د دواړو هیوادونو ترمنځ د خلکو تګراتګ، ترانزیت او سوداګري بشپړه درېدلې ده.
دا په داسي حال کي ده چي په وروستیو میاشتو کي پاکستان له سلګونو زرو افغان کډوالو څخه د وتلو غوښتنه کړي چي ورسره سم په دغه هيواد کي د افغان کډوالو نیول او شړل زیات سوي دي.
