د پاکستان پوځ اعلان کړی چي د تحریک ط..البان پاکستان (ټي ټي پي) یو مهم قوماندان قاري امجد، د افغانستان پولي ته نژدې په یوه پوځي عملیات کي وژل سوی دئ.
د پاکستان د پوځ په وينا دغه عملیات د خیبرپښتونخوا د باجوړ په ولسوالۍ کي ترسره سوي، چي په کښي قاري امجد، چي د مفتي مظاهیم په نوم هم پېژندل کېدی، له خپلو درې ملګرو سره یو ځای وژل سوی دئ.
بايد وويل سي، چي د امریکا متحده ایالاتو په ۲۰۲۲ کال کي نوموړی د نړۍوالو ترهګرو په لیست کي شامل کړی و.
