ريچارډ بنت: په افغانستان کي د ښځو پر وړاندي بې‌ساري او سیستماتیک ظلم روان دئ

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنت خبرداری ورکړی چي افغانستان د ښځو د حقونو پر ضد د اوسني عصر تر ټولو سخت بريد‌ روان دئ.
نوموړي ویلي، ط..البان باید عادي و نه ګڼل سي او نړۍواله ټولنه باید د افغانانو بشري حقونو څخه دفاع وکړي.
بنت ټینګار کړی چي د ښځو حقوق، ږغ او ګډون باید د هر سیاسي بهیر په مرکز کي وي. هغه د فزیکي سزاوو، پخوانیو دولتي کارکوونکو ته د بدسلوکۍ، د رسنیو د ازادۍ محدودیتونو او د بشري مرستو د کمېدو له امله د بحران له پراخېدو خبرداری ورکړی دئ.
نوموړی زیاتوي، د ط..البانو له خوا پر ښځینه کارکوونکو بندیزونو، بشري وضعیت لا خراب کړی او دا وضعیت به یوازي افغانستان پورې محدود پاتې نه سي، بلکي پراخي نړۍوالي پایلي به ولري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Verified by MonsterInsights