د خبریالانو د ملاتړ کمېټه: په نړۍ کي د خبريالانو پر وړاندي تاوتريخوالۍ زيات سوی

د خبریالانو د ملاتړ نړۍواله کمېټه (CPJ) وايي چي په نړۍ کي‌ د خبریالانو پر وړاندي تاوتریخوالۍ زیات سوی.
دا کمېټې په خپل تازه راپور کي ويلي چي تېر درې کاله د خبریالانو له پاره له تر ټولو خونړیو کلونو څخه دي.
دغه سازمان ويلي چي یوازي په تېر کال کي له ۱۲۵ زیات خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل سوي دي.
د راپور له مخي ډېری قربانیان فلسطینیان دي چي د اسرائیلو د بریدونو پر مهال ئې ژوند له لاسه ورکړی. CPJ وايي، سره له دې چي د خبریالانو د قصدي نښه کولو څرګند شواهد سته، خو تر اوسه هېڅوک د دغو وژنو په تړاو نه دي نیول سوي.
کمېټه وايي، دا وضعیت د خبریالانو د وژني په اړه د سزا نه ورکولو یو نړۍوال دود ښيي.
د CPJ په وینا، دوی د یوې خپلواکي او نړۍوالي څېړنیزي ډلي د جوړېدو په اړه کار کوي، چي د خبریالانو د وژنو قضیې وڅېړي او له حکومتونو سره د همکارۍ له لاري‌ د عاملينو پر وړاندي هدفمند بندیزونه وضع کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Verified by MonsterInsights