په ملګرو ملتونو کي د افغانستان دايمي استازي نصيراحمد فايق د بشري حقونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنت له کاره مننه کړې او ویلي ئې دي چي د هغه راپور د ط..البانو تر واک لاندي د افغانانو د ژوند یو روښانه انځور وړاندي کوي.
فایق د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په ۸۰مه غونډه کي ویلي چي افغانستان دا مهال د نړۍ تر ټولو سختو بشري کړکېچونو په منځ کي راګیر دئ.
فایق د بنت راپور ته په اشارې ویلي چي د ط..البانو رژیم د ښځو پر وړاندي تبعیض ته دوام ورکوي او دا حالت ئې د «جنسیتي اپارتاید» په نوم یاد کړی.
هغه دغه راز ويلي، چي د مدني ټولنو او ازادو رسنیو زوال او د نړۍوالو مرستو کمښت، د خلګو وضعیت لا پسي خراب کړی دئ. نوموړي ويلي هغه کورنۍ چي ښځې ئې سرپرستي کوي، د فقر او اقتصادي سقوط ښکار سوي دي.
