یوناما: ط..البان دي ښځو ته د ټولنیزو، اقتصادي او سیاسي ونډي حق ورکړي

په افغانستان کي د ملګرو ملتونو دفتر (یوناما) له ط..البانو غوښتي چي ښځو ته په سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو چارو کي د بشپړي او فعالي ونډي زمینه برابره کړي.
یوناما ټینګار کړی چي د ښځو ماناداره ګډون نه یوازي د افغانستان د ثبات او پرمختګ له پاره مهم دئ، بلکي د هیواد نړۍوال اعتبار او مشروعیت ته هم خورا ارزښت ورکوي.
د یوناما په خبره، ښځي باید د سیاسي خبرو، ټولنیزو چارو او مرستندویو پروګرامونو په ټولو برخو کي فعاله ونډه ولري.
ملګري ملتونه وايي، د ښځو ګډون پرته، افغانستان نه سي کولای له ننګونو سره په بریالیتوب مقابله وکړي او د نړۍوالي ټولني باور ترلاسه کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Verified by MonsterInsights