تيره ورځ ۶۴۵۴ افغان کډوال د سپين بولدک د لاري کندهار ته راغلي

د ط..البانو تر کنټرول لاندي د کندهار د کډوالو او راستنېدونکو چارو د رياست څخه د جمعې په ورځ په خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي تېره ورځ ۱۱۸۵ د افغان کډوالو کورنۍ چي د وګړو شمېر ئې ۶۴۵۴ تنه کېږي د پاکستان څخه د سپين بولدک د لاري کندهار ته راغلي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي چي دغه افغان کډوال په زور او جبر د پاکستان د خاوري څخه شړل سوي او افغانستان ته راغلي دي.
په خبرپاڼه کي دغه راز ويل سوي، چي په همدې ورځ ۳۵ د افغان کډوالو بنديان هم د پاکستان د زندانونو څخه ازاد سوي او د سپين بولدک د لاري کندهار ته راغلي.
دا په داسي حال کي ده چي د ط..البانو او پاکستان د‌اړيکو د خرابېدو له امله پاکستان د افغان کډوالو د ايستلو لړۍ چټکه کړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Verified by MonsterInsights