د پاکستان څخه ځايي سرچينو د جمعې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي تېره شپه د پاکستان پوليسو د اسلام اباد په فيصل ټاون کي د افغان کډوالو پر کورونو چاپې وهلي او په وينا ئې چي ښځي، ماشومان او ناروغان ئې د خوب څخه را کښينولي او بيولي ئې دي؛ ترڅو د پاکستان څخه ئې اخراج کړي.
د ځايي خلګو په وينا چي پوليسو د شپې په نيمايي کي د دغو افغان کډوالو پر کورونو باندي چاپي وهلي دي.
دا په داسي حال کي ده، چي پاکستان د افغان کډوالو د ايستلو لړۍ چټکه کړې ده، چي اوس مهال هغه افغان کډوال چي د ط.. البانو د بياواکمنۍ پر مهال د خطر له امله د افغانستان څخه وتلي د پاکستان څخه د بېرته ايستلو او افغانستان ته د استولو د خطر سره مخ دي.
