ايران: ط..البان د افغان کډوالو د مخنيوي په برخه کي هېڅ اقدام نه کوي

د ایران د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو وګړو او کډوالو د چارو مشر نادر یار احمدي د ایلنا خبري اژانس سره د مرکې پر مهال پر ط..البانو نيوکه کړې، چي د ناقانونه افغان کډوالو د مخنيوي په برخه کي ئې هېڅ اقدام نه دئ کړی.
هغه ويلي اوس هم ناقانونه افغان کډوال هڅه کوي، چي د افغانستان څخه ايران ته داخل سي.
هغه ويلي، چي افغان ط..البان بايد د ناقانونه افغان کډوالو د مخنيوي په برخه کي د ايران سره همکاري وکړي.
نادر يار احمدي دغه راز ويلي، چي د ايران دولت ناقانونه افغان کډوالو ته اجازه نه ورکوي، چي دغه هيواد ته داخل سي.
هغه ويلي چي د روان کال له پيل څخه تر دې دمه پوري ئې دوه ميليونه افغان کډوال د ايران څخه ايستلي دي، چي اوس په دغه هيواد کي د ناقانونه افغان کډوالو شمېر کم سوی دئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Verified by MonsterInsights