م.جاهد: افغانستان کي د ټي ټي پي هېڅ غړی نسته

د ط..البانو د حکومت وياند ذبيح الله م.جاهد د پاکستاني چارواکو د هغي ادعا په اړه چي ګواکي تحريک ط..البان پاکستان د افغانستان د خاوري څخه پاکستان ته داخلېږي او وروسته په پاکستان کي ترهګريز فعاليتونه کوي ويلي دي، چي په افغانستان کي د تحريک ط..البان هېڅ غړی نسته او نه هم چا ته اجازه ورکوي، چي د افغانستان د خاوري څخه په خپله ګټه کار واخلي.
هغه ويلي، چي افغانستان ته يوازي افغان کډوال داخلېدی سي او هېڅ وسله وال ته اجازه نه ورکوي، چي دغه هيواد ته داخل سي.
هغه ادعا کړې چي د ط..البانو مشر هب.ت الله د افغانستان خاوري ته د وسله والو ډلو پر راتګ د بندیز امر صادر کړی دئ.
بايد وويل سي، چي ط..البانو دغه څرګندوني پر داسي مهال کړي، چي پاکستان ادعا کړې، چي د پاکستان د دولت مخالفي ډلي په افغانستان کي اوسېږي او دفعاليت له پاره پاکستان ته ځي. د پاکستان د حکومت چارواکو ويلي وو، چي د يادي موضوع په اړه شواهد هم لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Verified by MonsterInsights