د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد آصف په خپلو تازه څرګندونو کي ويلي، چي که ط..البان د پاکستان او افغانستان ترمنځ ډيورنډ فرضي کرښي امنیت ته جدي پاملرنه نه کوي، نو باید د دې پيسې پاکستان ته ورکړي.
آصف په زغرده ویلي، چي د سرحدي ترهګرۍ او یرغل دوام نه یوازي د پاکستان له پاره، بلکي د ط..البانو له پاره هم خطرناک دئ.
هغه ويلي، چي داسي شواهد په لاس کي لري، چي ترهګر د افغانستان د خاوري څخه راځي او په پاکستان کي ترهګريز فعاليتونه تر سره کوي.
دا څرګندونې داسې مهال کیږي چې دواړه هيوادونه د ډېر وخت راهیسي د سرحدي ناامنۍ او ترهګرۍ اړوند يو پر بل تورونه پوري کوي.
د پاکستان حکومت تل له ط..البانو غوښتي چي د خپلي خاوري څخه د پاکستان پر ضد د وسله والو فعالیتونو مخه ونیسي، خو ط..البان بیا دا تورونه ردوي او په خبره ئې چي په افغانستان کي هېڅ وسله والي ډلي ته د فعاليت جازه نه ورکوي.
