په داسي حال کي چي د ط..البانو لهخوا پر نجونو د زدهکړي او تحصیل بندیزونه لا هم دوام لري، د افغانستان د نجونو د روباتجوړوني ټیم یو ځل بیا د فرسټ ګلوبل نړۍوالو سیالیو ته ورسېد.
دا هغه ټیم دئ، چي غړي ئې د جګړو او محدودیتونو له امله له هیواده مهاجر سوي، خو د خپلي هوښیارۍ او زړورتیا له برکته ئې د افغانستان درې رنګه بیرغ نړۍوال ډګر ته پورته کړی دئ.
د دغو نجونو لاستهراوړني د دې څرګندونه کوي چي د علم او ټکنالوژۍ د ودي توان یوازي په جنسیت پوري تړلی نه دئ، بلکي فرصت او ملاتړ ته اړتیا لري. په داسي حال کی چي د افغانستان دننه زرګونه نجوني له ښوونځیو او پوهنتونونو بېبرخي دي.
شننونکي وايي چي په نړۍواله کچه د دغو افغان نجونو بریا یو ځل بیا نړۍ ته دا پیغام ورکوي چي افغان نجوني که فرصت ومومي، کولای سي د ټکنالوژۍ له لاري نه یوازي خپل برخلیک، بلکي د خپل ملت راتلونکی هم بدل کړي.
