پاکستاني رسنیو د امنیتي سرچینو له قوله راپور ورکړی چي د دغه هیواد پوځ د خیبر پښتونخوا په شمالي وزیرستان کي د یوي استخباراتي حملې پر مهال د تحریک ط..البان پاکستان (ټيټيپي) ۲۴ غړي وژلي دي.
هغوی ويلي چي په دې عملیات کي د ټيټيپي یو بشپړ تشکیلاتي جوړښت له منځه وړل سوی؛ خو د سیمي خپلواکو سرچینو د پاکستان د پوځ دا ادعاوي تر اوسه نهدي تائید کړي.
شمالي وزیرستان له څو کلونو راهیسي د پاکستان د پوځ او وسلهوالو ډلو ترمنځ د شخړو اصلي ډګر پاته سوی دئ. سره له دې چي پاکستان د څو پوځي عملیاتو له لاري د سیمي د پاکولو اعلان کړی؛ خو دغه سيمه اوس هم نا امنه ده.
په ورته وخت کي، د بلوچستان ایالت په یوه بله پېښه کيشپږ امنیتي سرتېري، چي دوه ئې کمانډویان بلل سوي، د نامعلومو وسلهوالو په برید کي وژل سوي دي.
باید وويل سي چي د پاکستان مخالفي ډلي ټي ټي پي د پاکستان د پوځ د دغو ادعاوو په اړه تر اوسه پوري څه نه دي ويلي.
