د افغانستان او ایران ترمنځ د شمتېغ نوې ټرانزیټي لاره پرانیستل سوه

په کابل کي د ایران سفیر، علي‌رضا بیګدلي ويلي چي د ايران او افغانستان ترمنځ ئې دشمتېغ نوې ټرانزیټي لار پرانيستلې.
هغه ویلي چي دغه نوې لاره به د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګریزو توکو د لېږد او د مسافرو د تګ راتګ له پاره مهمه ونډه ولري.
بیګدلي په یوه خپره سوې ویډیو کي ټینګار کړی چي دا اقدام به د افغانستان او ایران ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پراختیا له پاره نوي دروازې خلاصي کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Verified by MonsterInsights