اريانا افغان هوايي شرکت د کندهار او دوبۍ ترمنځ مستقيم پروازونه پيلوي

د اريانا افغان هوايي شرکت مسئولينو څراغ تلوېزيون ته ويلي چي د يکشنبې د ورځي څخه د کندهار او دوبۍ ترمنځ مستقيم پروازونه پيلوي‌.
د هغوی په خبره چي د اريانا افغان هوايي شرکت دغه پروازونه به هغو مسافرو ته چي په دوبۍ کي کار کوي د تګ راتګ په برخه کي اسانتياوي برابري کړي.
د ياد شرکت مسئولین وايي د دغه شرکت پروازونه به په هفته کي يو ځل د يکشنبې په ورځ تر سره کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Verified by MonsterInsights