د کندهار د ط..البانو د کډوالو په کمپ کي دوه ماشومان د لوږي مړه سوي

د کندهار څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د کندهار د تخته پل ولسوالۍ د انځرګي د کډوالو په کمپ کي دوه کوچنيان چي د پاکستان څخه تازه راغلي وو، د لوږي له امله مړه سوي دي.
د‌ سرچينې په وينا چي د کډوالو دغه کمپ د ط..البانو له خوا جوړ سوی، چي نړۍوال بشري سازمانونه‌ هم ورسره مرسته کوي، خو په کښي دغه دوه کوچنيان د لوږي وفات سوي دي.
په ورته وخت کي د کندهار د ط..البانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو رياست هم دغه پېښه څراغ تلوېزيون ته تائيد کړې ده او ويلي ئې دي چي په دغه کمپ کي يوه ناروغه مېرمن او يو بل کوچنی هم وفات سوی دئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Verified by MonsterInsights