د کندهار څخه ځايي سرچينو د يکشنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي تېره شپه د کندهار ښار او سپین بولدک ولسوالۍ پر لويه لار باندي ټکر سوی.
دسرچينې په وینا چي پيلډر موټر د مازدا سره ټکر سوی، چي پر مهال ئې په پيلډر کي درې ناست کسان وژل سوي.
د يادوني وړ ده، چي په دې وروستيو کي د ترافيکي اصولو د نه مراعاتولو او ترافيکي قوانينو د نه موجوديت له امله هره ورځ په افغانستان کي لسګونه ترافيکي پېښي کېږي.
