د ازداۍ جبهه وايي په کابل کي ئې يو ط..الب جنګيالی وژلی

د ط..البانو مخالفي د افغانستان د ازادۍ جبهې د يکشنبې په ورځ ويلي، چي تېره شپه ئې د کابل ښار د ۱۷ مي امنيتي حوزې د بوستان پر سړک باندي د ط..البانو د استخباراتو يو موټر په نښه کړی، چي پر مهال ئې يو ط..الب وژل سوی او يو بل ټپي سوی دئ.
دغي جبهې ويلي، چي په دغه بريد کي دوی ته هېڅ ډول زيان نه دئ اوښتی.
د يادوني وړ ده، چي تراوسه پوري ط..البانو د ازادۍ جبهې د دغي ادعا په اړه څه نه دي ويلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Verified by MonsterInsights