د پاکستان د دفاع وزير خواجه محمد آصف په خپلو تازه څرګندونو کي ويلي دي، چي د تورخم دروازه ئې يوازي د پاکستان څخه د ناقانونه افغان کډوالو د ايستلو له پاره خلاصه کړې وه.
هغه ويلي، چي تر څو چي د ط..البانو سره ئې مذاکرات بشپړ سوي نه وي تر هغه وخته به د افغانستان سره هر ډول سوداګري او راکړه ورکړه بنده ده.
خواجه آصف ويلي چي د افغانانو د وېزو پروسيس به هم تر هغه وخته پوري ځنډېدلی وي؛ ترڅو چي د ط..البانو سره يوې ګډي موافقې ته نه وي رسېدلي.
هغه ويلي په پښتونخوا کي وروستۍ ناامني د افغانستان د خاوري څخه رهبري کېږي، چي ط..البانو وغواړي دغه ستونزه ژر حل کېږي.
هغه ويلي ټول پاکستانيان د رواني ناامنۍ د مخنيوي غوښتنه کوي.
