د ط..البانو د عامي روغتيا وزارت د يکشنبې په ورځ ويلي، چي هند شاوخوا د ۱۶ ټنو درملو او طبي تجهیزاتو مرسته له افغانستان سره کړې ده.
دغه وزارت ويلي، چي دا مرسته د ملاريا، دنگي تبي او لیشمانیا په څېر ناروغیو د مخنیوي له پاره ورکړل سوې ده؛ ترڅو په افغانستان کي د دغو ناروغيو مخنيوی وسي.
دغه مرستي وروسته له هغه افغانستان ته رسېدلي، چي د ط..البانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي څو ورځي وړاندي هندوستان ته سفر وکړ.
